د لوګر امنیتي چارواکي وايي چې د تنګي واغجان په مربوطاتو کې يې د کمین په نتيجه کې له چاودېدونکو موادو ډک يو کرولا ډوله موټر نیولی دی.
د لوګر امنیه قوماندان سمونوال محمد ابدالي نن ازادي راډیو ته وویل:
"یوه عراده کرولا موټر چې مخکې زموږ کشفي ادارو مالومات درلودل، تېره شپه ۱۱ بجې د تنګي واغجان په سیمه کې زموږ د کمین سره مخامخ شو چې پهدې اړه یو نفر باالفعل چې په خپله انتحار کوونکی و، موږ ورسره نیولی دی."
د لوګر امنیه قوماندان زیاته کړه، له نیول شوي کس څېړنې پیل شوي چې نور مالومات به يې وروسته له رسنیو سره شریک کړي.