د غزني چارواکي وايي، نن تر غرمې مخکې د دغه ولایت د اندړو ولسوالۍ په ملانوح بابا سیمه کې په یوه ټرافیکي پېښه کې شپږ کسان مړه شوي دي.
د ټرافیکو مدیر منیر احمد بختیار ازادي راډیو ته وویل، دغه پېښه د کابل کندهار پر لار شوې ده، خو پوره جزئيات نه لري:
"تر اوسه يوازې د پېښې په اړه راپور راکړل شوى دى. د جزئياتو په اړه يې تر اوسه راپور نه دى راکړل شوى."
د ټرافيکو مدير وايي، ټکر د يوه سراچه ډوله موټر او يوه ٤٠٤ ډوله بس موټر ترمنځ شوى دى.
د ده په خبره په سراچه موټر کې شپږ واړه سورلۍ وژل شوې ده.
په غزني کې د سړکونو د خرابوالي او د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله ډېری وخت دا ډول پېښې رامنځ ته کیږي.