د کونړ چارواکي وايي، په مرورې ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو په عملياتو کې ٣ ملکيان وژل شوي دي.
د کونړ مرستیال والي ګل محمد بیدار نن يکشنبې ازادي راډیو ته وویل چې دغه پوځي عمليات تېره شپه شوي دي.
د هغه په خبره امکان لري په دغو عملياتو کې وسلهوالو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې وي، خو دوى يې په اړه بشپړ معلومات نهلري.
د ازادي راډيو خبريال وايي، د سيمې خلکو چې د وژل شويو کسانو جسدونه يې له ځانونو سره لېږدول د دغو پوځي عملياتو پرخلاف لاريون هم کړى دى.