د هلمند د کرنې او مالدارۍ ریاست لهخوا د دغه ولایت د یو شمېر بڼوالو لپاره د انګورو د تاکونو د اصلاح په هدف روزنیز پروګرام پیل شوی دی.
د هلمند د کرنې رئیس زلمي الکو نن ازادي راډيو ته وویل چې پهدغه روزنیز پروګرام کې بڼوالو ته د انګورو د تاکونو اصلاح او د اضافي ښاخونو پرېکول په عملي او نظري ډول ښودل کېږي چې په خبره یې کمي او کیفي لحاظ د انګورو د حاصلاتو په ډېرولو کې رغنده رول لري او ورسره د بڼوالو عوائید زیاتېږي.
ښاغلي الکو وویل، د هلمند د کرنې ریاست تل هڅه کړې چې په روزنیزو پروګرامونو سره د بڼوالو وړتیاوې لوړې او اقتصادي پرمختګ ته یې زمینه برابره کړي.