له ایران نه د چرګانو د محصولاتو واردات منع شول

له ایران څخه د چرګانو د محصولاتو واردات منع شول.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، د ایران د رسمي بنسټونو او د حیواني روغتیا د نړیوال سازمان د کره اطلاعاتو پر بنسټ دغه اقدام د چرګانو د والګي د مخنیوي لپاره ترسره شوی.

د دې پرېکړې پر بنسټ هغه چرګان او د چرګانو کوم محصولات چې دم‌ګړۍ دننه په ایران کې بار شوي افغانستان ته یې واردول منع شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د کرنې وزارت له‌خوا تردې مخکې افغانستان ته د زړو چرکانو واردات منع شوي وو.

د هغو سکټورونو له ډلې چې افغانستان په‌کې ځان بساینې ته په‌کې نېږدې شوی دی، د چرکانو صنعت دی.