د ارزګان کندهار لویه لاره به نن د ترافیکو پر مخ بېرته پرانېستل شي.
په جنوب کې د ۲۰۵ اتل قول اردو چارواکي وایي، دغه لویه لاره د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې تېره ورځ د وسلهوالو طالبانو له حضوره پاکه شوه.
د چارواکو په وینا پهدغو عملیاتو کې چې له تېرو ۱۲ ورځو راهیسې پیل شوي و، له دیرشو زیاتو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د دې قول اردو رئیس ارکان شفیق الله رسولزي په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال ته د دغې لارې د وضعیت په اړه وویل:
"قیر سړکونه یې په ټراکتورونه شکولي، ماینونه یې د عامو وګړو پر مخ ښخ کړي. پاک کاري روانه ده، زموږ پرسونل پرې کار کوي انشاءالله د یکشنبې په ورځ به دغه لاره د ټولو عامو خلکو پرمخ پرانېستل شي."
د ازادي راډیو خبریال وایي چې دغه لاره له تېرو درې کلونو راهیسې ډېره ناامنه وه او خلکو په ډاډه زړه پرې سفر نهشوای کولای.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه پهدې اړه څه نهدي ويلي.