په جرمني کې د امریکا سفیر وایي، له ایران سره د سوداګرۍ د اسانتیا او د امریکا د بندیزونو د مخنیوي لپاره د اروپایي اتحادیې لهخوا رامنځته شوی مېکانیزم د واشنګټن سیاستونو ته بې احترامي ده.
ریچارد ګرینل د جرمني له فرانکفورټرالګیماین زونتاګ سایتونګ ورځپاڼې سره په مرکه کې چې نن خپره شوې ویلي چې د اینسټکس «Instex» په نوم دغه د مالي چارو مېکانېزم د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغو هڅو مخه نیسي چې هدف یې پر تهران فشار راوړل دي چې د خپل اټمي پروګرام او نورو مسایلو په اړه بېرته د خبرو اترو مېز ته کیني.
ګرینیل د امریکا سیاست د ټرمپ دوکتورین وباله او زیاته یې کړه چې د امکان تر حده له سختو بندیزونو د استفادې ترڅنګ د خبرو ور هم پرانېستی پریږدو، ترڅو وګورو چې ایا هغه کولای شي د رژیم په ځینو کړو وړو کې بدلون راوړي؟
جرمني، فرانسې او بریتانیا د جنوري په ۳۱مه دغه مېکانیزم چې ایران ته د مالي سرچینو د لېږدولو امکانات برابروي، پرانېست.
دغو درې واړو هېوادونو دغه اقدام د امریکا د بندیزونو د مخنیوي او له ایران سره د ۲۰۱۵ کال د اټمي تړون د ژغورلو لپاره کړی دی.