ترکیې د چین د حکومت لهخوا پهدې هېواد کې د اقلیت تُرک ټبرو ځپنه وغندله او هغهیې د بشریت لپاره لوی شرم وباله.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند حامي اقسوی پرون شنبه وویل، دا یو واقعیت دی چې چین د خپلې خوښې خلاف له یو میلیون زیات اویغوریان په لیرې لوېدیځې سیمې شینجین کې د جبري کارونو په کمپونو کې توقیف کړي دي.
هغه ټینګار وکړ چې اویغور مسلمانان پهدې سیمه کې تر فشار لاندې دي او په منظم ډول مدغم کېږي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت دغه ادعا وروسته له هغې کوي چې د ملګرو ملتونو د متخصصینو یوې ډلې پهدې وروستیو کې په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي چې په چین کې نږدې یو میلیون اویغوریان او نور تُرک ټبري اقلیتونه په شینجین ایالت کې د بیا روزنې په کمپونو کې ساتل کېږي.
پیکېنګ دغه ادعا رد کړې او ویلي دي چې د حرفوي زدهکړو په مرکزونو کې له خلکو سره مرسته کېږي چې له ترورېزمه لیرې او په ټولنه کې بېرته ځان ورګډ یا مدغم کړي.
اویغوریان چې د چین شااوخوا ۱۵ میلیونه نفوس جوړوي له اوږدې مودې راهیسې یې له هغه چلنده شکایت کړی چې د پیکېنګ د مقرراتو په چوکاټ کې له دوی سره کېږي.