د اوکراین ولسمشر پټرو پروشنکو ویلي چې هېواد یې باید د دې لپاره چې د روسیې له شره په امان کې وي، د اروپايي اتحادیې او ناټو غړی شي.
پروشنکو پرون، د فبرورۍ په نهمه، د اوکراین د جمهوري ریاست لپاره انتخاباتي مبارزه پېل کړه.
په اوکراین کې د مارچ په ۳۱مه د جمهوري ریاست انتخابات دي. په اوکراین کې د انتخاباتو مسوولینو ویلي چې ۴۴ کسانو ځانونه کاندید کړي دي.
پروشنکو هڅه کوي چې بیا هم د جمهوري ریاست پینځه کلنه دوره وګټي.
هغه پرون په خپل ټاکنیز کمپاین کې ادعا وکړه چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین استقلال تخریب کړی دی.