د امریکا د دموکرات ګوند غړې، الیزابت وارن پرون د نوومبر په نهمه اعلان وکړ چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې به د متحدو ایالاتو د جمهوري ریاست لپاره کاندیده وي.
اليزابت وارن ۶۹ کلنه او د اوکلاهوما ایالت ده.
هغې له ماساچوست ایالته د کاندیدۍ اعلان کړی او ویلي یې دي چې له اقتصادي نابرابرۍ سره به مبارزه وکړي.
هغه باید په انتخاباتي مبارزه کې له نورو دموکراتانو، لکه برني ساندرس سره رقابت وکړي.
د امریکا د سنا بلې غړې، کاملا هریس له کلفورنیا ایالته ځان جمهوري ریاست ته کاندید کړی دی.