د غزني چارواکي: د ښځو په وړاندې تشدد د پخوا په پرتله کم شوی

د غزني د ښځو چارو رئیسه شکریه ولي

په غزني کې د ښځو د حقونو یو شمېر مدافعانې وايي چې په کلیوالي سیمو کې ښځو ته صحي امکانات نشته او تر سخت ټولنیز فشار لاندې دي.

زینب احمدي چې په غزني کې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه کوي پرون د فبرورۍ په نهمه ازادي راډيو ته وویل چې په غزني کې د ښځو د ژوند د ښه کېدو لپاره هڅې ډېرې کمزورې دي.

په غزني کې د ښځو خبریالانو د ټولنې مشرې خدیجې اشرفي ویلي چې حکومت په غزني کې د ښځو د ټولنیزو ستونزو د پام وړ کار نه‌دی کړی.

خو د غزني د ښځو چارو رئیسې، شکریه ولي پرون ادعا کړې چې د ښځو په وړاندې تشدد د پخوا په پرتله کم شوی دی.

د غزني له ۱۸ ولسوالیو په ۱۴ کې نجونې ښوونځي ته نه‌شي تلای.

په ډېرو ولسوالیو کې حتی د ابتدايي صحي ستونزو د حل امکانات نشته او له مرکز سره د ډېرو ولسوالیو لارې وسله‌والو طالبانو تړلې دي.