ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغانستان کولای شي چې تر پنځو کلونو پورې خپل صادرات اته میلیاردو ډالرو ته لوړ کړي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني هیله مندي ښيي چې د سوداګرۍ او صنعت نوی وزیر چې له خصوصي سکټور سره ګډې طرحې لري، د افغانستان د سوداګرۍ په غوړیدو کې مهم رول ولوبوي.
ښاغلي غني چې د شنبې په ورځ يې د سوداګرۍ او صنعت وزارت او د کابل ښاروالۍ د سرپرستانو د معرفۍ غونډې ته یې خبرې کولې، وویل چې دې ته باید ډېر کار وشي چې د افغان صادراتو ګراف لوړ شي.
ښاغلي غني زیاته کړه:
"اول معیار دا دی چې باید د افغانستان صادرات یو ملیارد ډالرو ته ورسېږي او هر کال په دې اندازه یو معینه اندازه اضافه شي، تر څو تر ۲۰۲۴ کاله پورې د افغانستان صادرات ان شالله تر اتو ميلیاردو ډالرو پورې رسېدلای شي او دا کار اړین دی."
ولسمشرۍ ماڼۍ د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست او نوماند په توګه اجمل احمدي او د کابل د ښاروال په توګه احمد ذکي سرفراز تېره اوونۍ اعلان او نن د شنبې په ورځ رسماً دغو بنسټونو ته ور معرفي شول.
اجمل احمدې له دې وړاندې د ښاغلي غني د سلاکار په توګه دنده اجراء کړې چې د ولسمشر په باور، په اقتصادي برخه کې د رامنځته شویو پرمختګونو په برخه کې هغه ځانګړی رول درلود.
ولسمشر محمد اشرف غني د صادراتو یوې لوړې اندازې ته د رسېدو هیله داسې مهال څرګندوي چې دا وخت په افغانستان کې په همدومره اندازه واردات لري.
د سوداګرۍ خونې د معلوماتو له مخې، افغانستان دا وخت د اتو ميلیاردو ډالرو په شااوخوا کې واردات کوي، خو د صادراتو اندازه يې دا وخت څه کم یو ميلیارد ډالره ده.
د یادې خونې مرستیال خان جان الکوزي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، که د ولسمشر غني دغه اټکل ته کار وشي، افغانستان په یوه ځان بسیا هېواد بدلېږي.
دی وايي، د سوداګرۍ په برخه کې وروستیو لاسته راوړنو ته په کتو دا کار ممکن دی خو سختې پاملرنې ته هم اړتیا لري.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی
ده وویل:
"ولسمشر په رښتیني توګه د سوداګرۍ د پراختیا لېوالتیا لري او د دې کار لپاره ظرفیتونه هم شته، که په افغانستان کې د سولې بهیر بریالی او امنیت راشي او د ولسمشر غني ژمنې یو پر بل پسې همداسې عملي شي، لکه څرنګه چې زمونږ کورني تولیدات لوړ او لارې پرانېستل شوي، دا کار ناممکن نه دی، همدا اوس هم زمونږ صادرات د تېر کال په پرتله تر ۴۰ فیصدو پورې لوړ شوي دي."
د ښاغلي الکوزي په خبره، خصوصي سکټور د داسې پروګرامو ملاتړ کوي، خو باید هدف ته د رسېدو لپاره په بنسټیزو ځينو کارونو جدي کار وشي.
دی وايي، د سوداګرۍ د غوړېدو لپاره د لارو چارو موندلو ور ها خوا، په هېواد کې دننه برښنا او امنیت ته کار او له فساد سره مبارزه اړینه ده چې باید ورته پاملرنه څه ډېره شي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ