چارواکي: د ارزګان ـ کندهار لاره له وسله والو طالبانو پاکه شوه

په جنوب کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مسؤلین یو ځل بیا خبر ورکوي چې د ارزګان ـ کندهار لویه لاره يې د وسله والو طالبانو له شتونه پاکه کړې او لار اوس د ټرافیکو پرمخ خلاصه ده.

چارواکي وايي، د ارزګان -کندهار د لارې د خلاصون په عملیاتو کې ۳۶ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

مسؤلین زیاتوي چې د یادې لارې پرسر به سبا ملکې خلکو ته د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.

دا په داسي حال کې ده چې افغان ګډو ځواکو د دغې لارې د خلاصون په هدف له تېرو ۱۲ ورځو راهیسي عملیات پیل کړي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.