د ننګرهار چارواکي وايي چې هلته د داعش پر ضد پوځي عملیاتو په ټول افغانستان کې د دې وسله والې ډلې فعالیت کمزوری کړی دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل چې د داعش د رهبرۍ ډېر غړي په ننګرهار کې په پوځي عملیاتو کې ووژل، ۴۰۰ وسله وال یې ونیول او د قوماندې ډېر مرکزونه یې ویجاړ شول.
عطالله خوګیاڼي پرون د فبرورۍ په اتمه وویل:
"د هغوی تبلیغاتي مسؤلین، د پلانونو، مالي او عمومي مسؤلین حتی د هغوی ډېر بهرني همکاران په ننګرهار کې ووژل یا ونیول شول، زه په ډاډ سره ویلای شم چې د داعش په وړ اندې په ننګرهار کې عملیاتو په ټول افغانستان کې د دې ډلې حرکتونه کم کړي او له منځه وړي دي."
د ننګرهار د والي ویاند زیاته کړه چې د داعش پر ضد په خاصو عملیاتو کې نړیوالو ځواکونو د افغانستان د پوځ ملاتړ کاوه.
هغه وویل چې د داعش د وسله والو پرضد ولسي پاڅونونو او له امنیتي ځواکونو سره د ولسونو همکارۍ مهم رول لوبولی دی.