د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین د خپل پوځ یو شمېر لوړ رتبه جنرالان له دندو لېرې کړل.
د پوتین په فرمان کې چې پرون د فبرورۍ په ۸مه خپور شو، ویل شوي چې ۹ جنرالان او ۲ ډګروالان چې د څېړنو په کمېټه، د روسیې په کورنیو چارو وزارت او د بېړنیو حالاتو په وزارت کې یې پر لوړو څوکیو کار کاوه، له دندې لېرې شوي دي.
په برطرفه شویو کسانو کې د مسکو په پولیسو کې د اداري فساد د مخنیوي د ریاست مشر جنرال سرګې سولوپوف او د تحقیقاتو دکمېټې مشره جنراله اېرېنا زېبرت هم شامل دي.
په فرمان کې د هغوی د برطرفۍ دلایل نه دي څرګند شوي.