د روسيې په سايبريا سيمه کې د ټرافيکي پېښې له کبله ٦ کان کيندونکي مړه شوي دي.
په سيمه کې د روغتيا رياست ويلي، نن جمعه يو بس چې کان کيندونکي يې د راسپادسکي په نوم د ډبرو د سکرو کان ته لېږدول، نسکور شو.
د دوى په خبره، په پېښه کې ٦ کسان مړه شوي او ١٧ تنه نور ټپيان شوي چې د ٤ ټپيانو وضعيت نازک ښودل شوى دى.
په سيمه کې د ټرافيکو پوليسو ويلي، بس موټر پر سړک تر نسکورېدو وروسته ١٠ متره لاندې يوې کندې ته ولوېد.
په سيمه کې چارواکو ويلي چې د دې پېښې په اړه يې څېړنې پيل کړې دي.