په سمنګان کې ۲ تنه د نشه يي موادو د قاچاق په تور ونیول شول

په سمنګان ولایت کې دوه تنه د لسګونو کیلو ګرامو نشه يي موادو د قاچاقو په تور ونیول شول.

په هغه خبرپاڼه کې چې د کورنیو چارو وزارت له خوا رسنیو ته لېږل شوې، راغلي چې (۱۵۶) کیلو ګرامه نشه يي مواد هغه مهال په آیبک ښار کې د پولیسو د تلاشۍ پر مهال ونیول شول چې په یوه بس موټر کې ځای پر ځای شوي او په پام کې وه چې له سمنګان ولایته دباندې قاچاق شي.

د نشه يي موادو د قاچاقو په تور موټر چلوونکی او کلېنر هم نیول شوي دي.