د سالنګ لويه لار بېرته پرانيستل شوه

ارشیف، د سالنګ لار

د سالنګ لويه لار بېرته د ټرافيکو پر مخ پرانيستل شوه.

د سالنګونو د ساتنې او څانې رئيس عبدالبصير حبيبي ازادي راډيو ته وويل، دوى وتوانېدل چې نن جمعه دغه لار چې پنځه ورځې تړلې وه، بېرته پرانيزي.

ښاغلي حبيبي زياته کړه، دغه لويه لار د توفانونو او د واورې ښويدو له کبله تړل شوې وه چې دوى تر ٢٤ ساعته کار وروسته دغه لار پاکه کړه.

په وروستيو کې په سالنګونو کې تر ٢٥٠ سانتي مترو پورې واوره اورېدلې وه چې ويل شوي، ٤٥ ځلې هلته واوره ښويدلې ده.