دفاع وزارت: په پوځي عملياتو کې د دولت ٣٠ مخالف وسله وال وژل شوي

د افغانستان د دفاع وزارت ودانۍ

د افغانستان دفاع وزارت ادعا کوي چې په بېلابېلو ولايتونو کې د پوځي عملياتو په نتيجه کې د دولت ٣٠ مخالف وسله وال وژل شوي دي.

دغه وزارت نن په يوه اعلاميه کې ويلي چې دغه وسله وال په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په څو ولايتونو کې وژل شوي او ٧ تنه ټپيان شوي دي.

دفاع وزارت وايي، د دغو پوځي عملياتو پر مهال چې په لغمان، کاپیسا، غزني، کندهار، ارزګان، بادغیس، بلخ، جوزجان او هلمند ولايتونو کې شوي، ٦ نور مشکوک کسان نيول شوي دي.

د دولت کومې مخالفې ډلې په دې اړه تبصره نه ده کړې.

دفاع وزارت نن په يوه بله اعلاميه کې ويلي چې په کندوز کې د دولت د وسله والو مخالفانو له يوه زندانه ٥ کسان خوشې کړاى شوي دي.

وزارت وايي، دغه زندان په چهاردرې ولسوالۍ کې و چې تېره شپه ورباندې چاپه اچول شوې او د دې قضيې په تړاو ٤ مشکوک کسان نيول شوي دي.