د کندهار د انتخاباتو د کمېسیون مرستيال ادعا کوي چې دوو نوماندانو ترې بربنډه ويډیو کړې ده.
د کندهار د ټاکنو د خپلواک کمېسیون عملیاتي مرستیال هارون کلیوال په یوه ویډیويي کليپ کې چې پر ټولنیزو رسنیو خپور شوی، ادعا کوي چې د ولسي جرګې د ټاکنو نوماند جمال اغا او د يو بل نوماند حمد الله نازک ورور عطا الله عطا چې د کندهار د ولایتي شورا غړی دی، پر ټيلیفون خپل کور ته غوښتی او بیا یې ورسره ناوړه چلند کړی او بربنډه ویډيو يې ترې ثبت کړې ده.
هارون کلیوال د دغې موضوع د دقیقې څېړنې غوښتنه کوي او وايي چې اختطاف شوی، وهل شوی او بې عزتي ور اړول شوې او له همدې امله باید اړوند کسان محاکمه شي.
خو د حمدالله نازک ورور عطا الله عطا او جمال اغا چې د کلیوال په خبره په دې موضوع کې ښکېل دي، د پنجشنبې په ورځ خبريالانو ته وویل، د ټاکنو کمېسیون مشر او مرستیال دواړو په ټاکنو کې درغلۍ کړي او د مشخصو کاندیدانو په ګټه یې د رأیو صندوقونه ډک کړي او دوی په دې اړه مستند شکایتونه کړي دي.
د دوی په خبره، د دوی د دغو شکایتونو پر بنسټ دواړه مشران څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي، خو د دې لپاره چې دوی ځانونه بې ګناه وښيي، په درواغو یې دغسې یوه موضوع جوړه کړې ده.
نوماندان هم غوښتنه کوي چې امنیتي ارګانونه دې دغه موضوع وڅېړي.
بل خوا د کندهار د ټاکنو کمېسیون مشر نعمت الله وردګ د کندهار ولایت مقام او امنیتي ادارو ته په یوه استولي مکتوب کې د کمېسیون د عملیاتي مرستیال هارون کلیوال سره د رامنځته شوي ناوړه چلند د تحقق او څېړنې غوښتنه کړې.
په عین وخت کې د کندهار ولايتي ادارې ویلي چې تازه رامنځته شوې موضوع به په کره ډول وڅېړي.
راپور : صادق رښتینی