پنټاګون د اپرېل د میاشتې تر پای امریکايي ځواکونه له سوریې وباسي

په سوریه کې امریکایي ځواکونه

پنټاګون پلان لري چې د اپرېل د میاشتې تر پای پورې ټول امریکايي ځواکونه له سوریې وباسي.

دا خبر د والسټریټ ژورنال ورځپاڼې ورکړی دی.

د پنجشنبې په ورځ په دې خپاره شوي راپور کې ویل شوي، ټاکل شوې چې له سوریې د امریکايي سرتېرو وتل پر دې سربېره عملي شي چې د امریکا حکومت تر اوسه له دې هېواده د خپلو سرتېرو له ایستلو وروسته دغلته د کردي ځواکونو د خوندیتوب پلانونه نه دي بشپړ کړي.

والسټریټ ژورنال ورځپاڼې خپل دا راپور د امریکا د یو شمېر اوسنیو او پخوانیو چارواکو له خولې چې نومونه یې نه دي یاد شوي، ورکړی دی.

د دې راپور په ځواب کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، متحده ایالاتونو تر اوسه پورې له سوریې د خپلو پوځي ځواکونو د ایستلو مهالوېش نه دی چمتو کړی.

د امریکا دفاع وزارت بیا پر دې راپور له تبصرې کولو ډډه کړې ده.

ولسمشر ډنالد ټرمپ د ډېسمبر په میاشت کې وویل چې له سوریې امریکايي سرتېري وباسي.

د دې پرېکړې منتقدین وايي، دا کار به په عراق او سوریه کې د داعش د وسله والې ډلې د بیا انسجام او راټولېدو سبب شي.