د امریکا متحدو ایالاتونو ایران تورن کړی چې د "له نړېوالې ټولنې سره په مخالفت" د لېرې واټن ویشتونکو توغندیو په پراختیا او ازموینو بوخت دی.
دا له هغو راپورونو وروسته ده چې وايي، ایران له یوې میاشتې څخه په کمه موده کې فضا ته د توغندي د استولو دوهمه ناکامه تجربه کړې.
د پنجشنبې په ورځ ناوخته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې وویل:
"ایران فضا ته په استوونکو توغندیو کې هغه ټکنالوژي کاروي چې په عملي توګه په بالسټیک توغندیو کې کاريدونکې ټکنالوژۍ ته ورته او پر هغې بدليدلی شي."
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه زیاتوي، د ایران له خوا د فضايي توغندي د توغولو وروستۍ هڅه د ایران دا وړتیا زیاتوي چې بالاخره داسې وسله جوړه کړي چې زموږ متحدان ګواښولی شي.
د سټلایټ د تصویرونو دوو کمپنیو داسې تصویرونه خپاره کړي چې ښيي ایران فضا ته د توغندي د توغولو دوهمه هڅه کړې.
ایران د جنورۍ په میاشت کې هم یوه ورته ناکامه هڅه کړې وه.