د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو د تخار ولایت د یوې سیمه ییزې راډیو د دوو کارکوونکو د وژنې په تړاو دوه تنه مشکوک کسان نیولي دي.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي پرون په یوه ویډیويي پیغام کې په دې اړه د جدي څېړنو خبر ورکړ او ویې ویل:
"دا موضوع په جدي توګه تر څېړنې لاندې ده، همدا چې څېړنې بشپړې شي، نتیجې به یې د رسنیو له لارې د افغانستان له خلکو سره شریکې کړو."
شفیق اریا او رحیم الله چې د همصدا په نوم د تخار ولایت په یوه سیمه ییزه راډیو کې یې د خپرونو د کوربنو او خبریالانو په توګه کار کاوه، د سې شنبې د ورځې په ماښام په تالقان ښار کې د دې راډیو په دفتر کې د وسله والو کسانو په ډزو ووژل شول.
د دې حملې مسؤلیت تراوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.