په سرپل ولایت کې د هاوان د یوې سرګلوې د چاودنې په پېښه کې یوه نجلۍ وژل شوې او یو هلک سخت ټپي شوی دی.
د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني ازادي راډیو ته وویل چې دا چاودنه پرون پنجشنبه مازیګر مهال مرکز سرپل ښار ته نږدې په سید اباد کلي کې وشوه.
هغه زیاته کړه:
"د امنې په نوم یوه لس کلنه نجلۍ په پېښه کې مړه شوې او یو هلک چې ۱۰- ۱۲ کلن دی، دواړه پښې یې پرې شوي او ټپي دی."
د ښاغلي اماني په وینا، د هاوان دا سرګلوله هغه مهال وچاودېده چې دې نجلۍ او هلک لوبې ورسره کولې.