په بامیان کې له پنځه سوو بېوزلو کورنیو سره مرسته وشوه

د بامیان ولایت یو انځور

په بامیان کې ولایت کې له پنځه سوو بېوزلو کورنیو سره د ژمي د اړتیا وړ موادو مرسته وشوه.

دا مرستې اسلامیک خیریه ټولنې پرون پنجشنبه د شهیدانو په نوم د بامیان ښار په اړونده سیمه کې ووېشلې.

په بامیان کې د طبیعي پېښو پرضد د مبارزې د ادارې رئیس رضا رفعت وايي چې اړو کورنیو ته کمپلې، اوړه او د اړتیا وړ نور شیان ووېشل شول.