د کاسوو په پلازمېنه کې سلګونو کسانو مظاهره وکړه

د کاسوو د مظاهرې یو انځور

د کاسوو په پلازمېنه کې سلګونو کسانو د پولیسو د قوماندانۍ مخې ته مظاهره وکړه او د جنسي ځورونو پر وړاندې یې د سختو اقداماتو غوښتنه وکړه.

دا اعتراضونه پر یوې ۱۶کلنې نجلۍ له جنسي تېري وروسته په پلازمېنه پرسټینا کې پیل شول.

د شوې ادعا له مخې پر دې نجلۍ په دریناس نومي ښارګوټي کې چې د پلازمېنې په دېرش کیلومترۍ کې پروت دی، جنسي تېری شوی.

اعتراض کوونکو پولیس په دې قضیه کې په غفلت تورن کړل او د هغو پر وړاندې یې سخته غوصه څرګنده کړه.

ویل شوي چې د پولیسو یو افسر وروسته له هغه پر دې نجلۍ جنسي تېری وکړ چې هغې له خپل ښوونکي د شکایت لپاره د پولیسو ادارې ته مراجعه وکړه.

دې نجلۍ خپل ښوونکی تورن کړی چې د ۲۰۱۷ کال په سپټمبر میاشت کې یې ناسم جنسي چلند ورسره کړی و.

سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی چې دا نجلۍ امېدواره شوې وه، خو پولیسو د ماشوم سقط کولو ته مجبوره کړې وه.

د راپورونو له مخې، تورن پولیس د څارنوالانو له خوا د تحقیقاتو لپاره نیول شوی او د دریناس چارواکو د تورن ښوونکي دنده هم ځنډولې، خو د دې قضیې په اړه تحقیقات هم ځنډېدلي دي.