د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ویلي دي چې هېواد یې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د طالبانو او امریکا ترمینځ خبرو کې مرستې ته چمتو دی.
اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس راپور ورکوي چې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف پرون پنجشنبه د مسکو له غونډې یوه ورځ وروسته د طالبانو له استازو سره وکتل.
ښاغلي کابلوف د روسیې ریانووستي خبري اژانس ته وویل، روسیه لېواله ده چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د امریکايي چارواکو او طالبانو ترمینځ خبرو کې مرسته وکړي.
کابلوف همداراز ویلي، روسیه پر طالبانو د لګول شویو بندیزونو له لېرې کېدو څخه ملاتړ ته هم لېوالتیا لري.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان لپاره د متحدایالاتو پخواني ځانګړي استازي جیمز ډابنز د مسکو د غونډې په درشل کې له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، روسیه غواړي چې د افغانستان د سولې په خبرو کې ونډه ولري.
د افغانستان او پاکستان لپاره د متحدایالاتو پخوانی ځانګړی استازی جیمز ډابنز
ده وویل:
"روسیه غواړي چې ځان په دې خبرو کې شامل محسوس کړي، زما په نظر روسیه ځان ته د یو اصلی قدرت په سترګه ګوري او غواړي یو رول ولوبوي، د روسیې نفوذ هومره ډېر نه دی او خلک باید د روسیې له فعالیتونو اندېښنه ونه لري، زما په نظر دا خبرې زیانمنې نه دي، خو فکر نه کوم چې نتایج به یې ډېر ښه وي."
د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو کې د شېرمحمد عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو یوه لس کسیز پلاوي له یو شمېر سیاستوالو سره چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی، یونس قانوني، عطامحمد نور او محمد محقق هم پکې شامل وو، په مسکو کې غونډه وکړه.
د دې غونډې د پای په اعلامیه کې له افغانستانه د تولو نړیوالو ځواکونو پر وتلو ټینګار شوی او ویل شوي چې له تور لېسته د طالبانو د مشرانو د نومونو ایستل او د هغوی د بندیانو خوشې کول به د اعتماد جوړونې پر لور لومړنی ګام وي.
د جمهوري ریاست ویاند هارون چخانسوري پرون پر خپله ټوېټر پاڼه په یوه پیغام کې ولیکل چې په مسکو کې له طالبانو سره د یو شمېر افغان سیاستوالو غونډه د سولې په اړه یو سیاسي او علمي بحث و.
د جمهوري ریاست ویاند هارون چخانسوري
ښاغلی چخانسوري وړاندې لیکلي چې د مسکو د غونډې د پای اعلامیه د دوه ورځنیو بحثونو لنډیز و او د سولې په برخه کې کوم اجرائيوي ضمانت نه لري.
په همدې حال کې افغان حکومت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې ته مسکو ته د طالبانو د استازو د سفر په تړاو شکایت کړی.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي مرستیال نظیف الله سالارزي تېره شپه له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا خبر تأیید کړ، خو په دې اړه یې نور جزیات ورنه کړل.
ویل کېږي چې د افغان حکومت د شکایت دلیل دا دی چې ولې مسکو هغو طالبانو ته چې نومونه یې د ملګرو ملتونو په تور فهرست کې شامل دي، دې هېواد ته د سفر اجازه ورکړې ده.