د اوکراین پارلمان له ناټو او اروپايي اتحادیې سره یو تعدیل تصویب کړ

د اوکراین پارلمان

د اوکراین پارلمان له ناټو او اروپايي اتحادیې سره د یوځای کېدو لپاره په قانون کې یو تعدیل تصویب کړ.

د اوکراین په اساسي قانون کې د تعدیل طرحه په ۳۳۴ موافقو رأیو تأیید شوه او یوازې ۱۷ مخالفې رأیې ورکړل شوې.

د اوکراین ولسمشر، پترو پروشنکو نن په پارلمان کې د رأی ګیرۍ تر پیل مخکې وویل چې دا د خپل هېواد لپاره تاریخي ورځ ګڼي.

پروشنکو وویل چې روسیه په دې خاطر پر اوکراین تعرض کوي چې یو شمېر اوکرایني سیاستوالو د بې‌طرفۍ اصل ته اولویت ورکاوه او له ټولو ائتلافونو یې د اوکراین د لیرې ساتلو هڅې کولې.