د هندوستان او نیوزیلنډ ترمنځ د کرکټ دوهمه شل اوریزه لوبه به سبا په انګلنډ کې وشي.
د کرکت د نړیوالې شورا د وېبپاڼې د معلوماتو له مخې له دې وړاندې په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې چې د تېرې پنجشنبې په ورځ وشوه، نیوزیلنډۍ لوبډله وتوانېده چې هندۍ لوبډلې ته د ۸۰ منډو په توپیر ماتې ورکړي.
په دغه شل اوریزه لوبه کې نیوزيلنډ، هندوستان ته د ۶ وکټو په زیان سره د ۲۲۰ منډو هدف ټاکلی و چې په ځواب کې یې هندوستان د ټولو لوبغاړو په زیان سره ۱۳۹ منډې جوړې کړې وې.
خو له دې وړاندې د پنځو يو ورځنیو لوبو سیریز بیا هندوستان ۴ د ۱ په وړاندې په خپل نوم کړی دی.