د افغانستان کرکټ بورډ د ایرلنډ په وړاندې، ټېسټ، يو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو ته لوبډلې اعلان کړې.
د لوبغاړو د غوراوي کمېټې مشر دولت احمدزي نن په کابل کې يوې خبري ناستې ته وویل چې د ایرلنډ په وړاندې يادې سیالۍ د نړیوال جام لپاره د لوبغاړو د وړتیاوو د معلومولو او چمتووالي لپاره دوی ته مهمې دي.
د دغو سیالیو په بېلابېلو درېیو لوبډلو کې د يو شمېر پخوانیو لوبغاړو تر څنګ څو ځوانو استعدادونو لکه اکرام عليخېل، ضیا شریفي او وقار سلامخېل ته هم ځای ورکړل شوی دی.
ټاکل شوې افغان لوبډله د روانې فبرورۍ میاشتې له ۲۱مې نېټې نه د مارچ میاشتې تر ۱۹مې نېټې پورې د ایرلنډ په وړاندې درې شل اوریزې، پنځه يو ورځنۍ او يوه ټېسټ لوبه وکړي.
يادې لوبې د افغانستان په کوربهتوب د هندوستان په دهرادون ښار کې ترسره کېږي چې په ټلوېزیون به هم وښودل شي.