د بشري حقونو اداره: د ۲۰ افغان فوټبالېستانو ادعاوې دې وڅېړل شي

د بشري حقونو د څارنې نړیواله اداره وايي، د افغانستان حکومت باید د فوټبال د ملي لوبډلې د ۲۰ غړو له‌خوا د جنسي زور زیاتي ادعاوې جداً وڅېړي او تورن کسان باید محاکمه کړي.

دې ادارې نن د فبرورۍ ۷مه له نیویارکه په خبرپاڼه کې ویلي چې د فوټبال نړیوال فدراسیون یا فیفا باید د افغانستان له حکومت سره مرسته وکړي چې مجرمین محاکمه کړي، عیني شاهدان او نجونې فوټبالېستانې مصونې وساتي او د جنسي تشدد د قربانیانو سره انصاف وکړي.

د افغانستان د نجونو د فوټبال د ملي لوبډلې یو شمېر غړو د تېر میلادي کال په نومبر کې ادعا وکړه چې د فدراسیون مشر کرام‌الدین کریم او ځيني چارواکو د لوبډلې له لوبغاړو سره جنسي زور زیاتی کړی، ځورولې او تهدید کړې یې دي.

د افغانستان ولسمشر په‌دې اړه د څېړنو لپاره یو کمېسیون ټاکلی و.

کرام‌الدین کریم او د فدراسیون نور تورن چارواکي پر ځان لګېدلي تورونه ردوي، د هغوی دندې ځنډېدلي دي.