د لندن په های ګېټ هدیره کې د کار مارکس د قبر پر شناخته ناڅرګنده کسانو حمله کړې او تخریب کړی یې دی.
د کارل مارکس د قبر مجسمه له برونزو جوړه شوې او د قبر د شناخت ډبرهیې په بریتانیا کې په بېساري تاریخي اثارو کې ګڼل کېږي.
د بریتانیا یوې ادارې چې د های ګېټ هديرې ساتنه کوي، ویلي چې حمله نوې ده او په عمدي ډول شوې ده.
جرمنی فیلسوف او اقتصادپوه، کارل مارکس په ۱۸۸۳ میلادي کال کې د لندن په شمال کې په های ګېټ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.