امریکا له اسرائیله د «ایرن دوم» د مزائیلو دفاعي سیستم پېري

د امریکا او اسرائیل بیرغونه

د امریکا پوځ اعلان کړی چې له اسرائیله به د «ایرن دوم» په نوم د مزائیلو دفاعي سیستم واخلي.

اسرائیل له ۲۰۱۱ میلادي کال راهیسې له دې سیستمه کار اخلي.

د مزائیلو دفاعي سیستم د رادار شبکه لري.

دا دفاعي سیستم د لنډ واټن ویشتونکي راکټ د شنډولو توان لري.

د امریکا دفاع وزارت پرون د فبرورۍ په ۶مه، وویل چې دوی به د اسرائیلو د مزائيلو دا دفاعي سیستم وازمويي او د ځمکني او هوايي خطر د رفع کولو لپاره به‌یې خپلو پوځونو ته ورکړي.

د اسرائيل صدراعظم پر امریکا د دې سیستم خرڅول د خپل هېواد لپاره لوی بری بللی دی.