غني: بلوچستان او خېبر پښتونخوا کې د مظاهره‌چیانو پر ضد تشدد ته اندېښمن یو

ولسمشر غني

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې هر حکومت اخلاقي مسؤلیت لري چې د ترورېزم او افراطیت پر ضد چې د ټولې سیمې ګډ امنیت تخریبوي، د مدني حرکتونو ملاتړ وکړي.

په بلوچستان کې د فبرورۍ په ۲مه، د پښتون ژغورنې غورځنګ د رهبرۍ پلاوي غړی، ارمان لوڼی د بلوچستان په لورالايي سیمه کې په سوله‌ییزه مظاهره کې تر ګډون وروسته ووژل شو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو او د لوڼي کورنۍ ادعا وکړه چې ارمان لوڼی د پاکستان د پولیسو په حمله کې وژل شوی دی.

ولسمشر غني نن د فبرورۍ په ۷مه، پر ټویټر ولیکل چې د افغانستان حکومت په بلوچستان او خېبر پښتونخوا کې د سوله‌ییزو مظاهره‌چیانو پر ضد د تشدد له امله سخته اندېښنه لري.