جوزجان: د تېر کال راهیسې د پام وړ اقتصادي پرمختګ نه‌دی شوی

د جوزجان بازار

د جوزجان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې په‌دغه ولایت کې له تېر کال راهیسې د پام وړ هېڅ اقتصادي پرمختګ نه‌دی شوی.

د دغې خونې یو مسؤل یولبرف عطايي نن ازادي راډیو ته وویل چې نا امنۍ د سوداګرو تښتونه، وچکالي، د ځوانانو تېښته او د مخدره موادو کارونه په نوموړي ولایت کې د پانګونو او سوداګرۍ په وړاندې لوی خنډونه وو.

نوموړی وايي چې تازه د شبرغان اندخوی په لاره د تېلو د یو ټانک مالک د ناپېژانده وسله‌والو له‌خوا تښتول شوی دی.

نوموړی له حکومته غواړي چې په‌دغه ولایت کې شته ستونزو ته رسېدنه وکړي که نه نو جوزجان ولایت به له اقتصادي پلوه دغه‌شان وروسته پاتې وي.