د ارزګان ولایت سیمهییز چارواکي وايي، پهدغه ولایت کې د ورزشي امریت لپاره د نوې جوړېدونکې ودانۍ په پروژه کې په زیاته اندازه فساد موجود دی، خو مسؤلین ورته لاس تر زنې ناست دي.
د ورزشي امریت امر قدرتالله الفت ازادي راډيو ته وویل چې د دغه ادارې ودانۍ درې پوړه ده او تړونیې له یوه خصوصي شرکت سره په ۲۵ میلیونه افغانیو لاسلیک شوی، خو په هغه ډول نهجوړېږي، لکه څنګه چې په قرارداد کې ذکر شوي او تر هغه په زیاته اندازه په ټيټ کیفیت جوړېږي.
د ودانۍ یوه برخه
دغه مسؤلین له ولایتي او مرکز ادارې غوښتنه کوي چې یاده پروژه چې په غیر معیاري توګه مخ ته وړل کېږي باید مخهيې ونیول شي.
بلخوا د ولایت مقام مسؤلین هم په یو شمېر پروژو کې فساد مني، خو وايي دا هر څه د دوی له مأموریته مخکې وو.
د ارزګان سرپرست او مرستیال والي عطاء الله فضلي
د دغه ولایت سرپرست او مرستیال والي عطاء الله فضلي ازادي راډيو ته وویل چې دوی اوس د فساد پر وړاندې جدي مبارزه پیل کړې، ولې نوموړي د ورزشي امریت د ودانۍ په پروژه کې له فساده بېخبري وښوده، خو ژمنهيې وکړه چې څېړنهيې کوي او فساد کوونکي به د قانون منګولو ته سپاري.
پهدې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریفالله شرافت په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سرهیې اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5
د شرافت راپور