د امریکا د عدليې وزارت د جرمني د حکومت لهخوا ترکيې ته د ترورېزم په فعالیت د یوه مشکوک تورن د سپارلو په پرېکړه خپله ژوره ناهیلي څرګنده کړې ده.
متحده ایالاتو له ترکيې غوښتي و چې ادم یلمز دې واشنګټن ته وسپاري.
امریکا ادم یلمز په ۲۰۱۵ میلادي کال کې تورن کړ چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولې په اوږدو کې يې پر امریکايي ځواکونو برید کړی او په ۲۰۰۸ میلادي کال کې يې پر امریکايي سرتېرو د یوه ځانمرګي برید ترسره کوونکي ته لارښونه کړې وه.
د متحده ایالاتو سرپرست لوی څارنوال پرون وویل، دوی ترکيې ته د خطرناک ترورېست ادم یلمز چې دوه امریکايي سرتېري يې وژلي دي، د سپارلو له امله سخت ناهیلي شوي دي.
په واشنګټن کې د جرمني سفارت او امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه پورې پهدې اړه تبصره نهده کړې.