د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، نوموړی به د نړیوال بانک ګروپ یو منتقد ډېوېډ مالپس د دې نړېوالې ادارې د مشر په توګه ونوموي.
نوموړي ویلي «دا به د دې مهمې دندې لپاره مناسب شخص» وي.
د چهارشنبې په ورځ د ولسمشر ټرمپ لهخوا د نړیوال بانک مشرۍ ته د امریکا د خزانې د وزارت د یو چارواکي ډېوېډ مالپس نومول به د دې ادارې د اجرائیوي پلاوي له رأی ورکولو نه تېرېږي او د نړیوال بانک د یو شمېر نورو غړو هېوادونو لهخوا له چلېنج سره مخ کېدای شي.
د امریکا متحده ایالات د نړیوال بانک په اداره کې د رأی ورکولو په سلو کې ۱۶ ځواک لري او په دودیزه توګه د دې ادارې مشر ټاکي، خو له دې سره هم جېم یونګ کېنګ چې د نړیوال بانک له ریاستهیې شپږ ورځې مخکې استعفا وکړه، په ۲۰۱۲ میلادي کال کې د کولمبیا او نایجریا لهخوا چلېنج شوی و.
ډېوېډ مالپس په نړیوالو چارو کې د امریکا د خزانې د وزارت مرستیال دی او د امریکا د ۲۰۱۶ میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ولسمشر ټرمپ اقتصادي سلاکار و.
۶۲کلن ډېوېډ مالپس په خپله اوسنۍ دنده کې په نړیوال بانک او نړیوال وجهي صندوق کې د امریکا د رول څارنه کوي.