د تاجکستان حکومت یو ځانګړی کمېسیون جوړ کړی، څو پهدې هېواد کې د نویو جوماتونو د جوړولو او د ځینو هغو جوماتو د بیا پرانیستلو اړتیا وڅېړي چې په وروستیو کلونو کې د دې هېواد د حکومت لهخوا تړل شوي دي.
د تاجکستان د دیني چارو د دولتي کمېټې رئیس سلیمان دولتزاده د چهارشنبې په ورځ وویل، دا کمېسیون به د خپلو څېړنو نتایج حکومت ته وړاندې کړي او بیا د تاجکستان حکومت پرېکړه کوي چې چېرې نوي جوماتونه جوړ یا پرانیزي.
د تاجکستان د دیني چارو کمېټه وايي، د دې هېواد حکومت په وروستیو میاشتو کې په ټول تاجکستان کې لسګونه جوماتونه بېرته پرانیستي دي.
لس کاله مخکې د تاجکستان حکومت د یو کمپاین په ترڅ کې پهدې هېواد کې لسګونه جوماتونه تړلي وو.
د تاجکستان د حکومت پر دې اقدام د بشري حقونو ډلو او د تاجکستان ډېرو خلکو انتقادونه کړي وو.