په خوست کې د چهارشنبې په ورځ په زرګونه کسانو د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ لاریون وکړ.
په خوست کې د ازادي راډیو خبریال وايي، لاریون کوونکو د سولې په بهیر کې د حکومت د دریځ ملاتړ وکړ او ټینګار یې کاوه چې د افغانستان د ۱۸ کلونو لاسته راوړنې باید قرباني نهشي.
دا تر یوې اوونۍ په کمه موده کې درېیم ځل دی چې د خوست اوسېدونکي په پراخو مظاهرو کې برخه اخلي.