حامد کرزي او شیر محمد عباس ستانکزي د مسکو غونډه بریالۍ بللې

پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی او د طالبانو د پلاویو مشر شیر محمد عباس ستانکزی

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي او د طالبانو د پلاوو مشر شیر محمد عباس ستانکزي د مسکو دوه ورځنۍ غونډه بریالۍ بللې ده.

د مسکو په‌دې غونډه کې چې یو شمېر پخوانیو افغان چارواکو، د ملي شورا غړو او سیاستوالو په‌کې د طالبانو له پلاوو سره دوه ورځې خبرې وکړې، افغان حکومت برخه نه‌درلوده.

د چهارشنبې په ورځ د غونډې له پای ته رسېدو وروسته له خبریالانو سره په خبرو کې پخواني ولسمشر حامد کرزي دا خبرې اترې «ډېرې قناعت بخښونکې» بللي او د طالبانو د ۱۰ کسیز پلاوي مشر شیر محمد عباس ستانکزي هم مسکو کې خبریالانو ته ویلي چې له افغان سیاستوالو سره دا خبرې «ډېرې بریالۍ» وې.

د مسکو د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې ګډونوالو یوه نهه ماده‌اي شریک پرېکړه‌لیک هم خپور کړ چې په‌کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او د ملګرو ملتونو له تور لېسته د طالبانو مشرانو د نومونو پر ایستلو ټینګار شوی دی.

په پرېکړه‌لیک کې ویل شوي چې په راتلونکي کې به بله دا ډول غونډه د قطر پلازمېنه دوحه کې جوړېږي.