ایران د امریکا د و لسمشر د څرګندونو په اړه غبرګون ښودلی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ایران پر ضد د امریکا د و لسمشر د څرګندونو په اړه غبرګون ښودلی دی.

جواد ظریف نن پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې امریکا په منځني ختیځ کې د دیکتاتورانو، قصابانو او تندلارو ملاتړ کوي.

ښاغلي ظریف اشاره د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر هغو څرګندونو ته وه چې تېر ماښام یې په کانګرس کې ملت ته د خپلې وینا پر مهال ایران یو افراطي رژیم وباله.

ولسمشر ټرمپ په دې وینا کې ویلي چې ایران به هېڅ کله اټمي وسله ترلاسه نه کړي.

"زما ادارې په قاطعانه ډول عمل کړی، څو په نړۍ کې د ترورېزم له یوه ملاتړي دولت د ایران د تندلاري رژیم سره مقابله وکړي، هغوی ناسمي کړنې کوي، د دې لپاره چې ډاډ ترلاسه شي چې دغه فاسد دیکتاتور رژیم هېڅ کله اټمي وسله ترلاسه نه کړي، ما د ایران له اټمي تړونه امریکا وایستله."

د واشنګټن او تهران تر منځ اړیکې د تېر کال په مې میاشت کې وروسته له هغې لا ترینګلې شوې چې امریکا د ۲۰۱۵ کال د اټمي تړونه چې د ایران او د نړۍ د شپږو قدرتونو تر منځ لاسلیک شوی و، ووته.