د پاکستان محکمې د دغه هېواد پر پوځ او پوځي استخباراتو انتقاد کړی

د پاکستان ملي بیرغ

د پاکستان سترې محکمې د دغه هېواد پر پوځ او د پوځي استخباراتو پر ادارې انتقاد کړی او ترې غوښتي یې دي چې د بیان ازادي محدوده نه کړي او د دغه هېواد په سیاسي چارو کې له مداخلې لاس واخلي.

د سترې محکمې دا انتقاد په یوه بې ساري فرمان کې شوی او انتقاد یې کړی چې د پاکستان استخباراتي ارګانونو د ۲۰۱۸ میلادي کال په هغو اعتراضونو کې چې مقدساتو ته د سپکاوي په اړه راپورته شوي وو، مداخله کړې ده.

هغه اعتراضونه د یوې افراطي ډلې تحریک لبیک پاکستان له خوا پیل شوي وو او څو ورځې یې د دغه هېواد چارې ځنډولې وې.

د پاکستان د سترې محکمې په فرمان کې راغلي چې که د وسله والو قواوو هر غړی په هر ډول سیاست کې د بیان د ازادۍ د محدودولو لپاره ګام اخلي، په حقیقت کې د پوځ حیثیت او مسلکیتوب ته تاوان رسوي.

په دې فرمان کې د حکومت مشرانو، ځمکنيو، هوایي او سمندري قواوو ته سپارښتنه شوې چې د هغو کسانو پر ضد چې د خپلې لوړې څخه سرغړونه کوي، اقدام وکړي.