د کندز ولایت ځوانانو او قومي مشرانو له افغان ځواکونو خپل ملاتړ اعلان کړ.
د نوموړي ولایت سلګونه ځوانانو او قومي مشرانو په یوه غونډه کې خپل ملاټر له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو اعلان کړ او زیاتهیې کړه چې افغان ځواکونو په هر ډول شرایطو کې هڅې کړي چې خلکو ته ډاډمن امنیت تأمین کړي، څو خلک په یوه ارامه فضا کې خپل کار او بار پر مخ یوسي.
د دوی د خبرو پر بنسټ، د افغان وسلهوال پوځ له ځوانانو تشکیل شوی او په اصل کې په ځوانانو اکمالېږي او دغهراز له ځوانانو یې وغوښتل چې د افغان ګډو ځواکونو د لاپیاوړتیا په خاطر د امنیتي او دفاعي ځواکونو له ليکو سره یوځای شي.
د دوی په خبره، دا د هر افغان ایماني او وجداني مسؤلیت او دنده ده، څو د سولې او ثبات د تأمینولو، د پراختیايي پروژو د پلي کولو او د ښوونې او روزنې د پراختیا په خاطر له افغان ځواکونو سره اوږه په اوږه کوټلي ګامونه پورته کړي.
د غونډې په پای کې دوی پر خلکو غږ وکړ چې په خپل منځ کې ملي یووالی لاټينګ کړي، ځکه یو شمېر کرغېړنې څېرې هڅې کوي چې د خلکو ترمنځ نفاق ته لمن ووهي او وضعیت له دې هم کړکېچن کړي.