نړیوال بانک د افغانستان له مالیې وزارت سره یو تړون لاسلیک کړ

ارشیف، د ماليې وزارت لوحه

نړیوال بانک د افغانستان له مالیې وزارت سره د ۳۲۵ میلیونه ډالرو په لګښت تړون لاسلیک کړ.

د مالیې وزیر محمد همایون قیومي د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې دغه پیسې به د اقتصادي پیاوړتیا، د خدمتونو وړاندې کولو او د اصلاحاتو د رامنځته کولو په برخه کې مصرف شي.

نوموړي هیله‌مندي وښوده چې دغه تړون به وکړای شي له فقر سره په مبارزې، کار موندنې او د خلکو د اقتصادي ستونزو په هواري کې ګټور تمام شي.

دا په‌داسې حال کې ده چې د رسمي شمېرو له مخې، د افغانستان له نیمایي زیات نفوس د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.