ډونالد ټرمپ د ایران حکومت افراطي رژیم وباله

ټرمپ په خپلې کلنۍ وینا کې

د امریکا متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالد ټرمپ د ایران حکومت افراطي رژیم وباله او ویې‌ویل چې تهران به هېڅکله اټمي وسلې ترلاسه نه‌کړي.

ښاغلي ټرمپ دا خبره ملت ته په خپله کلنۍ وینا کې وکړه چې د واشنګټن په وخت د فبروري د پنځمې په شپې په نهو بجو له کانګرسه خپرېده.

هغه له ایران سره د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي تړونه د امریکا د ایستلو په باب د خپلې پرېکړې دفاع وکړه او ویې‌ویل د دې د یقیني کولو لپاره چې، "دا مفسد دیکتاتور «حکومت» هېڅ‌کله اټمي وسلې پيدا نه‌کړي ما د ایران له اټمي تړونه امریکا وایستله."

ټرمپ وویل چې پر ایران‌یې بې‌سابقې سخت بندیزونه ولګول.

که څه هم ایران سمدستي د ټرمپ د کلنۍ وینا او انتقادونو په اړه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو پخوا یې ویلي چې اټمي وسلې نه‌جوړوي، بلکې اټمي پروګرام‌یې سوله‌ییز اهداف لري.