د امریکا د منځ‌مهالو انتخاباتو په اړه یوه ارزونه خپره شوه

ارشیف، د امریکا انتخابات

د امریکا د عدلي او کورني امنیت وزارتونو په‌دې هېواد کې د منځ‌مهالو انتخاباتو په اړه خپله ارزونه خپره کړې او ویلې یې دي، هېڅ بهرني هېواد په‌دې انتخاباتو کې چې درې میاشتې مخکې ترسره شول، لاس‌وهنه نه‌ده کړې.

دواړو وزارتونو د سې شنبې په ورځ په یوه ګډه اعلامیه کې وویل، تر اوسه‌یې هېڅ ډول شواهد نه‌دي ترلاسه کړي چې وښيي کوم بهرنی هېواد یا بهرنی استازی دې د انتخاباتو په نتیجه، امنیت او خوندیتوب کې ښکېل وي.

د امریکا د دواړو مجلسونو لپاره منځ‌مهاله انتخابات د نومبر په میاشت کې ترسره شول.

یو شمېر امریکايي چارواکو تر دې مخکې په‌دې انتخاباتو کې د بهرنۍ مداخلې په اړه خبرداری ورکړی و او یو روسي وګړی، د څارنوالانو له‌خوا د امریکا په‌دې انتخاباتو کې په لاس‌وهنه تورن شوی و.

سره له دې چې د امریکا د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۸ میلادي کلونو په انتخاباتو کې بیا بیا روسیې ته د لاسوهنې ګوته نیول شوې، خو مسکو په‌دې اړه هر ډول تورونه رد کړي دي.