د اسرائیلو صدراعظم دوه اوونۍ وروسته د روسیې له ولسمشر سره ګوري

ارشیف، د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو او د روسیې ولسمشر پوتین د ۲۰۱۸ کال د جولای په ۱۱مه په مسکو کې

د اسرائیلو صدراعظم وايي، دوه اوونۍ وروسته به د روسیې له ولسمشر سره وګوري او ورسره به په سوریه کې د ایران د حضور پر مخنیوي خبرې وکړي.

بنیامین نتانیاهو د سې شنبې په ورځ وویل، هېواد به‌یې د جولان په لوړو کې د ایران له‌خوا د یوې جبهې د پرانیستلو د هر ډول هڅو مخه ونیسي.

بنیامین نتانیاهو زیاته کړه:

"له ولسمشر پوتین سره څو میاشتې مخکې په پاریس کې د خبرو او زموږ له ټیلیفوني تماسونو وروسته، زه به د فبرورۍ په ۲۱مه نېټه روسیې ته ولاړ شم."

اسرائیل په وروستیو کې په سوریه کې بریدونه زیات کړي او وايي، هدف‌یې دغلته د ایران د ګټو له‌منځه وړل دي.

په تهران کې بیا د ایران د ملي امنیت سلاکار علي شمخاني د سې شنبې په ورځ اسرائیل ته خبرداری ورکړ چې که پر سوریه برید وکړي، د ایران له لوري دې د قاطع عکس‌العمل منتظر واوسي.

روسیه او ایران په سوریه کې د بشار الاسد د رژیم له مهمو ملاتړو هېوادونو څخه دي.