په جرمني کې یو افغان کډوال د خپلې جرمنۍ ملګرې د وژلو په تور په عمري بند محکوم شو.
د جرمني خبري اژانس وايي، د دې افغان په اړه د جرمني د فلنسبورګ ښار د محکمې لهخوا د سې شنبې په ورځ حکم صادر شو.
د دې محکوم شوي افغان عمر او نوم نهدی اعلان شوی، خو په راپورونو کې ویل شوي چې دا یو افغان زلمی دی چا چې خپله ۱۷ کلنه جرمنۍ ملګرې، د چاقو په ۱۶ ګوازرونو وروسته له هغې ووژله چې نجلۍ له دې کډوال سره اړیکې پرې کړې.
پېښه د تېر کال د مارچ میاشتې په ۱۲مه نېټه شوې وه.
تورن کس په قتل اعتراف نهدی کړی او ویلي یې دي چې د استېناف غوښتنه به وکړي.