د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د ولسمشر له لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم سره د افغانستان د سولې د مذاکراتو په اړه خبرې کړې دي.
مولود چاووش اوغلو پر خپل ټویټر لیکلي چې د سې شنبې په ورځیې په انقره کې له ښاغلي دوستم سره کتلي او د افغانانو په مشرۍ یې د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړ څرګند کړی.
عبدالرشید دوستم په وروستیو کلونو کې ترکیې ته ډېر سفرونه کړي او د دې سفرونو علتیې تر ډېره صحي درملنه بلل شوې ده.